Wednesday, July 3, 2019

رحلۃ ابن بطُوطہ المُسماہ تحفۃ النظار فی غرائب الامصار و عجائب الاسفار
(روجعت و صحت علی عدۃ نسخ صحیحۃ بمعرفۃ لجنۃ من الادبار)

پښتو ژباړه : ولي خان دومړ

کوچ

له طنجې څخه تر تلمانه او و نورو ښارو ته ننوتل

له طنجې(۱) څخه چې زما د خاپوړو او پلرنی وطن دی
د ۷۲۵ هجري کال د رجب د میاشتې په دویمه د پنج شنبې/ زیارت په ورځ د رسول اللهد قبر د زیارت په نیت ووتلم ، نه د سفرملګری او نه د خوالې څوک راسره و، دا یوه سخته شېبه وه خو ما د نر انو او ښځو بېلتون د ددغه یون د شوق په وجه خوښ کړ، زه له خپله وطنه دا ډول ووتلم لکه یوه مرغۍ چې له خپلې ځالې ووځي ،کله چې زه د سفر په نیت وتلم نو هغه وخت زما مور اوپلار ژوندي ول ، او ما د دوی جدايي هم وزغمله ، و سفر ته د چمتو والي په وخت زما عمر ۲۲ دوه ویشت کاله و.
د ابن جزي وینا ده چې و ماته عبدالله ابن بطوطه وویل چې د ده د زوکړي ځای طنجه دی او هلته دی د ۷۰۳ اووه سوه درې یم هجري کال د رجب پر ۱۷ اولسمه د دوشنبې په ورځ زېږېدلی دی .
ابن بتوته وايي چې ما خپل یون د ناصرالدین امام ابو یوسف بن عبدالحق په واکمنۍ کې پیل کړ .

وتلمان ته راتګ
له طنجې څخه چې روان شوم زه تلمان ته راورسېدم، ددې ځای واکمن ابو ماشفین عبدالرحمان بن موسا بن عثمان بن یغمر بن زیان دی ، په تلمان کې ما د افریقې د واکمن سلطان ابو یحیا له دوو استازو ابو عبدالله بن ابو بکر بن علي بن ابراهیم نغزادي او شېخ صالح ابو عبدالله محمد بن الحسین بن عبدالله قرشي زیدي سره ولیدل ، دا دواړه مشران په تیونس کې د قضایې نکاح پر دنده ماموران ول ، په دوی کې وروسته یاد شوی د خپل وخت د علم او پوهې خاوند دی ، دی په ۷۴۰ اووه سوه څلوېښت کې په حق رسېدلی دی .
په کومه ورځ چې زه تلمان ته ورسېدم په هغه ورځ یاد شوي استازي له دې ځایه روان شول ، ډېرو یارانو یارانو و دې ته ولمسولم چې زه هم د دوی د سفر سره مل شم ،خو ما په دې اړه له لوی څښتن څخه استخاره وکړه، بیا د ځينو اړتیاوو له کبله تر ۳ درو ورځو دلته پاته شوم ، له دې وروسته مې د خدای نوم واخیست او د دوی پر پله روان شوم .
د ملیانې ښار ، د افریقې د واکمن د استازو د ملتیا ویاړ
لنده داچې چټک / ژر زه و یوه ښار ملیانې ته راورسېدم ،دلته ما دواړه استازي وموندل ، تودوښه بېخې ډېره زیاته وه ، ځکه دغو دواړو د تودوښې تاب را نه وړ  او ناروغه شول ، چې له وجې یې موږ لس ورځې دلته نور پاته شولوو ، له دې وروسته مو بیا د سفر کالي و تړل ، خو په عینې مهال پر قاضي ابو بکر بیا ناروغۍ برید وکړ، له ملیانې څخه د یو څو میلو پر واټڼ یو ګودر و ، له بده مرغه دلته ۴ څلور ورځې پس قاضي ابو بکر د چاشت پر وخت / سهار مهال ساه ورکړه ،ددغه ناساپي مړینې پایله دا شوه چې د قاضي صاحب زوی ابو لطیب او دده د سفر ملګری ابو عبدالله زیدي مړی واخیست او بیرته ملیانې ته ولاړل ، هلته یې ښخ کړ.
الجزایر
زما د سفر د شوق تنده په ملیانه کې ماته نشوله ، ځکه مې دا خلک هلته پرېښودل ، د تیونس د سوداګرو یوکاروان الجزایر ته تلی / تللو ، زه له دې سره شولم ، د یون / سفر په ملګرو کې مې الحاج مسعود بن المنظر ، الحاج الغدولي او محمد بن حجر د یادونې وړ دي ، اخیر موږ  و الجزایر ته ورسېدلو او تر څو ورځو پوري موږ د ښار دباندي (۲)ایسار پاته شولوو ، له دې وروسته شېخ عبدالله زبیدي او د خدابخښلي قاضي صاحب زوی راغلل او موږ له دوی سره ملګري شولوو ، الجزایر مو په ښه توګه وکتلی / ولیدلی ، موږ پر مخ / وړاندي ولاړوو او د زان د غره د تنګي / درې مخه مو وکړه،
د بجایا ښار ، د موحدیدانو د حکومت یوغاصب او ظالم والي
له دې ځایه موږ د بجایې و ښارته ورسېدلو ، شېخ عبدالله د ښار د قاضي ابو عبدالله ذوادي مېلمه شو او د قاضي صاحب مسکین/ مرحوم زوی ابولطیب د ابو عبدالله المفسر کره دېره شو،په دغه زمانه کې د بجایې واکمني د ابو عبدالله محمد بن سیدالناس په لاس کې وه، زموږ د سفر / یون په ملګرو کې یانې د تیونس د سوداګرو د کاروان یو غړی محمد بن حجر هم وچې له ملیانې څخه له موږ سره راروان و دلته چې راغلو ، دی هم په حق ورسېد، ده ۳۰۰۰ درې زره اشرفۍ تر شا پر ېښودې او وصیت یې وکړ چې دا پیسې دې د الجزایر و یوه کس محمد بن حدیده ته ورکړل شي او هغه دې یې دده تر وارثانو پوري و رسوي ، خو دغه وصیت پر ځای نشو ، ځکه چې د بجایې امیر د سیدالناس زوی دا پیسې له ابن حدیده څخه په زور واخیستې ،د مو حدانو (۳) د اعمالو او ولایت دا وړومبی ظلم و چې ما په خپلو سترګو ولید ، څنګه چې ما اوس یادونه وکړه چې کله زه بجایې ته ارغلم نو دلته تبې ونیولم،ابو عبدالله زیدي دوستانه ټینګار وکړ چې تر رغېدو پورې هم دلته و اوسم ، خو ما دده خبره ونه منله ، ما وویل : که مې مرګ لیکل شوی وي نو د رسول د مالت په لاره کې د ې ولي را نشي ! نوموړي چې دا واورېدل نویې وویل :که دې د سفر نیت دومره پوخ / ټینګ دی نو داسي وکړه ، چې سوارلۍ ( اوښ ، خر یا بل حیوان به وي ) دې خرڅه کړه ،چې کوم دروند سامان(توکي) درسره دی دا هم خرڅ کړه،زه به عاریتاً ستا دپاره د خېمې او سوارلۍ تابیا وکړم ،په دا توګه به موږ له درانه باره سپک شوو او په ډاډه زړه به یون / سفر ته دوام ورکړو،ځکه چې لار له خطره ډکه ده ، عرب ډاکوګانو ته چې چرته موقعه په لاس ورځي له لوټ مار څخه ډډه نه کوي ، نو د پوهې غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره له لږ څخه په لږ وخت کې لوی لوی واټڼو پرې کړو ، ما د نومړي  دا سلا ومنله ، هغه چې څه ویلي ول هغه ترا / هغه رنګه یې وهم کړل ، او له ژمنې سره سم یې زما د اړتیا توکي  عاریتاً راکړل ، خدای دې خیر ورکړي
د قسطنطنیې ښار ، عادل والي زما سختې را اسانې کړې
لنډه داچې د خپل پروګرام له مخې مې د سفر جامې وتړلې او پر څښتن مې باور وکړ ، پورته شوم روان شوم او د خدای د رحمت تر سیوري لاندې مې د حجاز لار ونیوله .
په تلو تلو کې موږ د قسطنطنیې و ښار ته ورسېدلو ، استوګنه مو د ښار دباندې وکړه ،د شپې په شړک باران و ورېده ، دومره زورور و چې په خېموکې شپه تېرول ګرانه وه،اخیر په نیمه شپه کې مو خیمې پرېښودې او ځینو کورو ته مو پناه یوړه ، سهار د ښار د و واکمن ته حاضر شو ، دا یو ډېر پوهه او نېک کس دی نوم یې ابو الحسن دی ، دده سترګي چې زما پر کالیو ونښتې نو د باران ټکي / داغونه یې پر ولیدل ،هغه سم دستي د دې تابیا وکړه او زما کالي يې را پرېمینځل

(۱)طنجه:د غربي اقصا یو ښار ، چې د اندلس د حکومت تر واک لاندي و
(۲) په لرغونو وختو کې به یوه ابادي د ښار دننه اوسېدله او بله ابادي به د تنګوالي او نورو لاملونو له کبله د ښار د دېوالو دباندي اوسېدله ، دلته به هم ښه ګڼه ګوڼه وله
(۳)دافریقې یوه واکمنه کورنۍ

No comments:

Post a Comment

له جو مات څخه د فلم ډاچي اعلان

  د انټرنېټ په نړۍ کې ډېرې داسي لیکنې د سړي تر سترګوکېږي چې هغه له هره پلوه د پام وړ وي په دغو لیکنو کې داسي لیکنې هم وي چې غلا شوې وي او ه...