ناشوده تابوت
نکل کونکی وايي چې زموږ په ناحیه کې ابو الحسن نومي یو
سپین ږیری په حق ورسېدی ، د ډېر عمر و ، خدای دې و بخښي – خیر د څنګ په جومات کې د
نوموړي د جنازې لمونځ وسو ، له ښخولو وروسته تابوت بیر ته راوړل سو – دشپې مهال و
د جومات د بندېدو له وجې تابوت د جومات و مخ ته کښېښودل سو چې سبا یې خادم پورته
کړي او دننه یې پر خپل ځای کښېږدي .
دشپې څه د درېنیمو بجو وخت به و ي چې یو کس جومات ته
راغلی ، د جومات ور تړلی و هغه کس یو څه وخت انتظار وکړ د ژمي شپې ورځې وې سړی یخ
ونیوی ، هغه تابوت پرانیست او دننه پکې ویده سو نیم ساعت وروسته خادم راغلی – خادم
د یوه مقتدي په مرسته تابوت د محراب له څنګه پر جوړ سوي خپل ځانګړي ځای کښېښود ، د
خوب د اثر له وجې دوی د تابوت د دروندوالي اندازه هم ونه لګوله ، بانګي بانګ وکړ
خلک د لمانځه دپاره را ورسېدل ، جمع ودرېدله ، و پینځوسو ۵۰ نزدې لمونځ کوونکي په
جمع کې ولاړ ول .
زه په وړومبي صف کې ولاړ وم و دویم رکات و چې مخامخ پر
تابوت زما سترګې و موښتې ، عجیبه ویرونکی منظر مې ولید ، تابوت ښوري ، زما په بدن
کې یوه رېږدونکې څپه پورته سوه ما سترګې پټې کړې – تابوت پر له پسې ښورېدی ، فکر
مې وکړ د مړي اروا را پورته کېږي ، په دې حال کې هغه کس را پورته سو او له تابوته
یې سر را پورته ویې ویل " تاسو لمونځ وکړ "؟
خدای مې دې وبخښي ، دا اورېدل و چې خلکو منډې کړې ، ما هم د زرو ۱۰۰۰ په سپيد د کور پر خوا مڼده کړه کور ته چې ورسېدم نو جوته
سوه چې په لڅو پشو تر کوره رارسېدلی یم، ملا صاحب خو له وړاندې بې هوشه پر مځکه
پروت و ،څه خلک د تیارې له امله په منډه
منډه کې له دېو الو سره د لګې دو له وجې غورځېدلي ول ،څه زما په رنکه په لڅو پښو
په منډه ول ، څه د اودسو په ځای کې شکېدلي / ښوېدلي ول ، ټولو په پټو سترګو بې
دړکه منډې وهلې
ک وم کس چې په تابوت کې و هغه هم د شا له خوا منډې وهلې ،
هغه سر هم
نه خلاصېدی چې سوي ...! څه دي ؟
یا دونه : اصلي لیکنه په عربي ژبه کې ده او پښتو له ما ژباړلې ده
نه خلاصېدی چې سوي ...! څه دي ؟
یا دونه : اصلي لیکنه په عربي ژبه کې ده او پښتو له ما ژباړلې ده