Friday, July 19, 2019

د ابن بطوطه یون لیک / سفرنامه .........دویمه برخه



پښتو ژباړه : ولي خان دومړ

لنګ مې زوړ و نو یې د بعبلک یو نوی لنګ را وبخښه ،یواځی دا نه بلکې په څوکو/ پېڅکو پورې یې یوه ، یوه اشرفۍ هم ور وتړله – دا د د یون په لارکې وړومبۍ مالي مرسته وه چې ما تر لاسه کړه
د بونې ښار
په قسطنطنیې کې مو یو څه استوګنه وکړه ،وروسته موږ بیا په وړاندي ولاړو، او د بونې و ښار ته ورسېدو دلته مو درې ۳ ورځې د ښار دننه تېرې کړې،
د سوداګرو د کاروان کوم خلک چې له موږ سره ول هغه مو دلې /دلته پرېښودل ، ځکه لاره له خطره ډکه وه .
اوس زه بیا یواځي وم ، نه یو ملګری او نه څوک خواخوږی راسره ، ستونزمنې لارې مې پی کولې ، له کړاوجنو او سختو تنګیو به تېرېدلم ، د لارې له ناخوالو سره لاس او ګرېوان مخ په وړاندي تلم  چې بیا په تبه اخته شوم او د  ویرې او ترهې له وجې مې له سوارلۍ څخه د کوزېدو همت نشو کولی او ناروغۍ دا توان نه را څخه واخیست اخیر مې په سوارلۍ پورې ځان ټینګ وتړلی ، تر څو له سوارلۍ څخه ونه لوېږم.
و تیونس ته رارسېدنه
لنډه دا چې غورځېدلی ، پرځېدلی و تیونس (۱) ته را ورسېدم ، د تیونس خلک د شېخ عبدالله زبیدي او ابو طیب د هر کلي دپاره دباندي را وتلي ول ، دا ټول خلک یو له بل سره ډېر په مینه غاړې وتل ، خو دا چې زه چا نه پېژندم ، نو نه چا وما ته سلام واچاوه ، نه یې پوښنته را څخه وکړه،دغه ساړه چلند زما زړه مات کړ او زما سترګو اوښکې تویه شوې او په چېغو مې وژړل ، ځینو حاجیانو زما ددغه حال اندازه ولګوله ، هغه ماله را نژدې شول ،زما حال یې و پوښته او زما د زړه د خوشالۍ خبرې یې راسره وکړې ، تردې پورې چې موږ ښار له وردننه شوو ، دلته زه په مدرسه " کبتیس " کې دېره شوم
د تیونس د سلطان او د هغه ځای د علماوواو فضلاوو احوال او رتبې
کله چې و تیونس ته رادننه شوم  هغه وخت د هغه ځای واکمن سلطان ابو یحییٰ و(۲) ، د ده په وخت کې دا ځای د غټو علماوو او فضلاوو مرکز و ، په دوی کې  قاضي الجماعت ابو عبدالله محمد بن قاضي ، خطیب ابو اسحاق ابراهیم ، بن حسن هم دی چې په قاضي الجماعت کې د پرودل خمسه  پر دنده مامور دی او فقیه ابو علي بن علي دا هم په دول  خمسه کې پر یادې دندې مامور دی او ددغه ښار له عالمانو او مشرانو څخه ګڼل کېږي ، دده او ورسره د نورو علماوو دا طریقه ده چې د هرې جمعې له لمانځه وروسته د لویې جامعې یاني د " جامعہ زیتونیہ " له یوې ستنې سره اډه / ډډه ولګوي ، خلک ددوی و مخ ته پوښتنې ږدي او دوی یې ځوابوي او چې د ټولو پوښتنو ځوابونه ورکړي نو بیرته ولاړ شي ، کو شنی اختر ما دلته ولمانځه ، کله چې عید ګاه له د اختر د لمانځه دپاره ولاړم نو خلکو ډېر ښه او ګران بیه کالي اغوستي ول ، کوم وخت چې د سلطان سوارلۍ راغله نو پر اس سپور و ، د اختر دوه ګونی لمونځ وشو ، خطبه پای ته ورسېده ، بیا ټول خلک و خپلو کورو ته  ستانه شول ،
یو څو ورځې پس د و حجاز ته د جاجیا نو د تګ دپاره د سلطاني قافلې تابیا وشوه ، چې امیر یې ابو یعقوب سویسي و ګومارل شو ، دا د اقل اوسېدونکی و او د حاجیانو ددغې سلطاني قافلې قاضي زه و ګومارل شوم ،اخر موږ له تیونس څخه د ساحل له لارې روان شوو ،
د سوسې ، ښار چې کله د پوهې مرکز و
له تیونسه چې روان شوو نو ډېر ژر د سوسې ښار له ورسېدو ، دا ښار ګوا چې ډېر لوی نه دی خو ښه پاک او زړه وړونکی  خامخا دی او له تیونس څخه د څلورو میلو پر واټڼ د دریاب له غاړې پروت دی ،ا و بیا له دې ځایه له روانېدو وروسته د " صفا کس " وښار ته ورسېدو ، د لته د ښار د باندي د امام ابو الحسن نجمي مالکي مزار دی ، دی فقهې د معتبره کتاب التبصرې لیکونکی دی .
ابن جزي وايي چې ددغه ښار په ستاینه کې ابن حبیب التنوخي ویلي دي
د صفا کس په ستاینه کې د تنوخي شعرونه (۵ )
ما نا : څښتن دې د صفا کس مځکه سمسوره لري چرته چې لویې ودانۍ او عبادت ځایونه دي ، پر خلیج د قیصر ماڼۍ ده چې لوړې څوکې یې له اسمان سره ږغېږي ، دغه ښار دی چې زیارت کونکی و را دننه شي نو ښار ښه راغلاست ورته وایي ، سمندر هم وتاته لېواله دی ، کله نژدې راځي او کله سر وهي ستنېږي ، څپې دا نه زغمي رقیبان له تا سره اړه غړۍ وي ، او چې وینې یې نو هغه مخ اړوي ستنېږي ،
د صفاکس هجو د یوه شاعر په ژبه
ددغې ستاینې برعکس لیکوال او شاعر ابو عبدالله بن اتمییم د صفا کس په هجو کې وایي ،
مانا : صفاکس :ـ دلته اوسېدونکي په دې څه پوهېږي ؟ چې کراري څه ده ، باران خو کېږي لاکن ددې ځای مځکه خړوبېږي نه ...
ددغه ښار په ستاینه کې هم دومره بس ده ، چې څوک هم دلته راغلی ، یا خو د رومیانو د تېري ښکار شوی دی اویا د عربو ، څوک چې له وچې لارې راغلی دی هغه خپله ټوله شتمني له لاسه ورکړې ده ـ څوک چې  د دریاب له لارې ( بېړۍ کې )راغلی یا خو نیول / ګرفتاره شوی دی یا د کړاونوو موخه شوی دی ، دریاب هم ددغه ځای ستونزمنتیا لیدلې ده ، کله چې هم قدرت دا وښار ته نژدې کوي ، هغه لیري تښتي .
د قابس ښار او د لارې پړاوونه
لنډه دا چې له صفاکس څخه روخصت شو ، و قابس ته را ورسېدو ـ د ښار دننه استوګن شو دلته شړکنده باران ورېده نو موږ هم زیاته موده دلته نه شو تم ، یواځې لس ورځې مو تېرې کړې کله چې زه له قابس  له ښاره د ترابلس له ښاره روان شوم، نو په لار کې تر سوا دوو ۲۱۵ زیات سپاره زموږ په جلو کې کې وو ، په دوی کې یوه غشي ویشتونکې ډله هم وه ، چې له وېرې او ترهې څخه یې عرب لوټ مار داسي غلي شول په خپلو کورو کې پټ ناست ول ، دا رنګه خدای موږ ددغو عربو لوټ مارانو له شره خوندي وساتلو ، د قابس او ترابلس تر مابین د سفر په دوران کې پر یوه پړاو د لوی اختر ورځ هم راغله ـ د اختر له دستورو چې فارغه شوو نو څلرمه ۴ ورځ ترابلس ته ورسېدو.
و لوېدیځ ترابلس ته ننوتل
په صفا کس کې له لسو۱۰ ورځو تېرولو وروسته موږ ترابلس ښار ته را ورسېدو  ددې ښار ښایست  زه ایسار کړم ، ځکه نو په ترابلس کې زه تر زیاتې مودې پورې پاته شوم ، یوه بله د یادونې وړ خبره داده چې په صفاکس کې د تیونس د یوه مخور کس له لور سره ما واده وکړ خو ناوې مې ولاړه کړې نه وه اودغه دود دلته ترسره شو ،چې دلته مې زړه موړ شو ، نو بیا مې د کوچ د پاره چمتوالی ونیو ، او اخیر د محرم پر ۲۶ شپږویشتمه له دې ځایه روخصت شوم له ماسره زما ښځه هم وه ، ما د کاروان توغ په خپل لاس کې واخیست او تر ټولو وړاندي روان شوم ، له تیونس څخه چې کوم سپاره له موږ سره ملګري شوي ول هغه د باران او یخ له وېرې هلته په ترابلس کې پاته شو ، خو موږ پروا ونکړه ، او دخپل منزل په لور به وړاندي تلوو ، په لاره کې تر څو ښارونو ، کلیو او بانډو را تېر شو، او مخ په وړاندي دوام داره روان واوسېدلو ، په لاره کې عرب لوټ مارو زموږ د لوټلو او پر موږ د چپاول هڅه وکړه خو د خدای تر قدرت جار شم ، چې د دوی دغه نیت پوره نشو ، په دې دوران کې موږ د ځنګله و مابین ته را ورسېدلو ، او اوس نو چې له دې ځایه روان شو بیا مو سیخ په برصیصا عابد کې ساه واخیسته.
په برصیصا عابد کې زیاته موده پاته پاته نشو ، ځکه له هغه ځایه روان شو او قبه سلام ته راغلو په قبه سلام کې له موږ هغه سپاره هم و موندل چې په ترابلس کې پاته شوي ول ، دلته یوه بله خبره وشوه هغه داچې زه او خسر سره وجنګېدلو او ما د هغه نجلۍ / لور ته طلاق ورکړ ،
نوی واده
او بیا مې هم دلته د فاس د یوه زده کونکي له لور سره واده وکړ، د زعافیې په قصر کې د واده دستوره تر سره شوه ، یارانو له مې ښه پرېمانه او غوړه ډوډۍ ورکړه ، چې له کبله یې د سپرو ډله وې ته اړه شوه چې یوه ورځ نور هم پاته شي ،
 دوام لري........

 ۱.تیونس : یو لرغونی ښار دی او د لرغونو کلتورونو پر کنډوالو یې بنسټ اېښودل شوی دی
۲. دلته په اردو ژباړه کې د عربي له دود سره سم د لمسی واخلې بیا تر غور نیکه او پر نیکه پورې نومونه ‏ راغلي دي مانا بشپړه شجره نسب د یوه نامه په پلمه را وړل شوی وي ، زه له دې تېر شوی او یواځی د کس او دپلار نو م یې لیکلی دی او د عربي د شعرونو د نکل کو لو پر ځای مې هم یواځې د هغو شعرونو ژباړه ، و پښتو را اړولې ده ( ولي خان )
۳. ابن بطوطه د ډېرو ودونو کولو شوقین و او شوقین و ، په اوږده بهیرکې چې به یې چرته زړه وغوښت واده به یې وکړ او بیا به یې ښځه طلاقه کړه


No comments:

Post a Comment

له جو مات څخه د فلم ډاچي اعلان

  د انټرنېټ په نړۍ کې ډېرې داسي لیکنې د سړي تر سترګوکېږي چې هغه له هره پلوه د پام وړ وي په دغو لیکنو کې داسي لیکنې هم وي چې غلا شوې وي او ه...