Friday, July 19, 2019

د ابن بطوطه یون لیک / سفرنامه .........دویمه برخه



پښتو ژباړه : ولي خان دومړ

لنګ مې زوړ و نو یې د بعبلک یو نوی لنګ را وبخښه ،یواځی دا نه بلکې په څوکو/ پېڅکو پورې یې یوه ، یوه اشرفۍ هم ور وتړله – دا د د یون په لارکې وړومبۍ مالي مرسته وه چې ما تر لاسه کړه
د بونې ښار
په قسطنطنیې کې مو یو څه استوګنه وکړه ،وروسته موږ بیا په وړاندي ولاړو، او د بونې و ښار ته ورسېدو دلته مو درې ۳ ورځې د ښار دننه تېرې کړې،
د سوداګرو د کاروان کوم خلک چې له موږ سره ول هغه مو دلې /دلته پرېښودل ، ځکه لاره له خطره ډکه وه .
اوس زه بیا یواځي وم ، نه یو ملګری او نه څوک خواخوږی راسره ، ستونزمنې لارې مې پی کولې ، له کړاوجنو او سختو تنګیو به تېرېدلم ، د لارې له ناخوالو سره لاس او ګرېوان مخ په وړاندي تلم  چې بیا په تبه اخته شوم او د  ویرې او ترهې له وجې مې له سوارلۍ څخه د کوزېدو همت نشو کولی او ناروغۍ دا توان نه را څخه واخیست اخیر مې په سوارلۍ پورې ځان ټینګ وتړلی ، تر څو له سوارلۍ څخه ونه لوېږم.
و تیونس ته رارسېدنه
لنډه دا چې غورځېدلی ، پرځېدلی و تیونس (۱) ته را ورسېدم ، د تیونس خلک د شېخ عبدالله زبیدي او ابو طیب د هر کلي دپاره دباندي را وتلي ول ، دا ټول خلک یو له بل سره ډېر په مینه غاړې وتل ، خو دا چې زه چا نه پېژندم ، نو نه چا وما ته سلام واچاوه ، نه یې پوښنته را څخه وکړه،دغه ساړه چلند زما زړه مات کړ او زما سترګو اوښکې تویه شوې او په چېغو مې وژړل ، ځینو حاجیانو زما ددغه حال اندازه ولګوله ، هغه ماله را نژدې شول ،زما حال یې و پوښته او زما د زړه د خوشالۍ خبرې یې راسره وکړې ، تردې پورې چې موږ ښار له وردننه شوو ، دلته زه په مدرسه " کبتیس " کې دېره شوم
د تیونس د سلطان او د هغه ځای د علماوواو فضلاوو احوال او رتبې
کله چې و تیونس ته رادننه شوم  هغه وخت د هغه ځای واکمن سلطان ابو یحییٰ و(۲) ، د ده په وخت کې دا ځای د غټو علماوو او فضلاوو مرکز و ، په دوی کې  قاضي الجماعت ابو عبدالله محمد بن قاضي ، خطیب ابو اسحاق ابراهیم ، بن حسن هم دی چې په قاضي الجماعت کې د پرودل خمسه  پر دنده مامور دی او فقیه ابو علي بن علي دا هم په دول  خمسه کې پر یادې دندې مامور دی او ددغه ښار له عالمانو او مشرانو څخه ګڼل کېږي ، دده او ورسره د نورو علماوو دا طریقه ده چې د هرې جمعې له لمانځه وروسته د لویې جامعې یاني د " جامعہ زیتونیہ " له یوې ستنې سره اډه / ډډه ولګوي ، خلک ددوی و مخ ته پوښتنې ږدي او دوی یې ځوابوي او چې د ټولو پوښتنو ځوابونه ورکړي نو بیرته ولاړ شي ، کو شنی اختر ما دلته ولمانځه ، کله چې عید ګاه له د اختر د لمانځه دپاره ولاړم نو خلکو ډېر ښه او ګران بیه کالي اغوستي ول ، کوم وخت چې د سلطان سوارلۍ راغله نو پر اس سپور و ، د اختر دوه ګونی لمونځ وشو ، خطبه پای ته ورسېده ، بیا ټول خلک و خپلو کورو ته  ستانه شول ،
یو څو ورځې پس د و حجاز ته د جاجیا نو د تګ دپاره د سلطاني قافلې تابیا وشوه ، چې امیر یې ابو یعقوب سویسي و ګومارل شو ، دا د اقل اوسېدونکی و او د حاجیانو ددغې سلطاني قافلې قاضي زه و ګومارل شوم ،اخر موږ له تیونس څخه د ساحل له لارې روان شوو ،
د سوسې ، ښار چې کله د پوهې مرکز و
له تیونسه چې روان شوو نو ډېر ژر د سوسې ښار له ورسېدو ، دا ښار ګوا چې ډېر لوی نه دی خو ښه پاک او زړه وړونکی  خامخا دی او له تیونس څخه د څلورو میلو پر واټڼ د دریاب له غاړې پروت دی ،ا و بیا له دې ځایه له روانېدو وروسته د " صفا کس " وښار ته ورسېدو ، د لته د ښار د باندي د امام ابو الحسن نجمي مالکي مزار دی ، دی فقهې د معتبره کتاب التبصرې لیکونکی دی .
ابن جزي وايي چې ددغه ښار په ستاینه کې ابن حبیب التنوخي ویلي دي
د صفا کس په ستاینه کې د تنوخي شعرونه (۵ )
ما نا : څښتن دې د صفا کس مځکه سمسوره لري چرته چې لویې ودانۍ او عبادت ځایونه دي ، پر خلیج د قیصر ماڼۍ ده چې لوړې څوکې یې له اسمان سره ږغېږي ، دغه ښار دی چې زیارت کونکی و را دننه شي نو ښار ښه راغلاست ورته وایي ، سمندر هم وتاته لېواله دی ، کله نژدې راځي او کله سر وهي ستنېږي ، څپې دا نه زغمي رقیبان له تا سره اړه غړۍ وي ، او چې وینې یې نو هغه مخ اړوي ستنېږي ،
د صفاکس هجو د یوه شاعر په ژبه
ددغې ستاینې برعکس لیکوال او شاعر ابو عبدالله بن اتمییم د صفا کس په هجو کې وایي ،
مانا : صفاکس :ـ دلته اوسېدونکي په دې څه پوهېږي ؟ چې کراري څه ده ، باران خو کېږي لاکن ددې ځای مځکه خړوبېږي نه ...
ددغه ښار په ستاینه کې هم دومره بس ده ، چې څوک هم دلته راغلی ، یا خو د رومیانو د تېري ښکار شوی دی اویا د عربو ، څوک چې له وچې لارې راغلی دی هغه خپله ټوله شتمني له لاسه ورکړې ده ـ څوک چې  د دریاب له لارې ( بېړۍ کې )راغلی یا خو نیول / ګرفتاره شوی دی یا د کړاونوو موخه شوی دی ، دریاب هم ددغه ځای ستونزمنتیا لیدلې ده ، کله چې هم قدرت دا وښار ته نژدې کوي ، هغه لیري تښتي .
د قابس ښار او د لارې پړاوونه
لنډه دا چې له صفاکس څخه روخصت شو ، و قابس ته را ورسېدو ـ د ښار دننه استوګن شو دلته شړکنده باران ورېده نو موږ هم زیاته موده دلته نه شو تم ، یواځې لس ورځې مو تېرې کړې کله چې زه له قابس  له ښاره د ترابلس له ښاره روان شوم، نو په لار کې تر سوا دوو ۲۱۵ زیات سپاره زموږ په جلو کې کې وو ، په دوی کې یوه غشي ویشتونکې ډله هم وه ، چې له وېرې او ترهې څخه یې عرب لوټ مار داسي غلي شول په خپلو کورو کې پټ ناست ول ، دا رنګه خدای موږ ددغو عربو لوټ مارانو له شره خوندي وساتلو ، د قابس او ترابلس تر مابین د سفر په دوران کې پر یوه پړاو د لوی اختر ورځ هم راغله ـ د اختر له دستورو چې فارغه شوو نو څلرمه ۴ ورځ ترابلس ته ورسېدو.
و لوېدیځ ترابلس ته ننوتل
په صفا کس کې له لسو۱۰ ورځو تېرولو وروسته موږ ترابلس ښار ته را ورسېدو  ددې ښار ښایست  زه ایسار کړم ، ځکه نو په ترابلس کې زه تر زیاتې مودې پورې پاته شوم ، یوه بله د یادونې وړ خبره داده چې په صفاکس کې د تیونس د یوه مخور کس له لور سره ما واده وکړ خو ناوې مې ولاړه کړې نه وه اودغه دود دلته ترسره شو ،چې دلته مې زړه موړ شو ، نو بیا مې د کوچ د پاره چمتوالی ونیو ، او اخیر د محرم پر ۲۶ شپږویشتمه له دې ځایه روخصت شوم له ماسره زما ښځه هم وه ، ما د کاروان توغ په خپل لاس کې واخیست او تر ټولو وړاندي روان شوم ، له تیونس څخه چې کوم سپاره له موږ سره ملګري شوي ول هغه د باران او یخ له وېرې هلته په ترابلس کې پاته شو ، خو موږ پروا ونکړه ، او دخپل منزل په لور به وړاندي تلوو ، په لاره کې تر څو ښارونو ، کلیو او بانډو را تېر شو، او مخ په وړاندي دوام داره روان واوسېدلو ، په لاره کې عرب لوټ مارو زموږ د لوټلو او پر موږ د چپاول هڅه وکړه خو د خدای تر قدرت جار شم ، چې د دوی دغه نیت پوره نشو ، په دې دوران کې موږ د ځنګله و مابین ته را ورسېدلو ، او اوس نو چې له دې ځایه روان شو بیا مو سیخ په برصیصا عابد کې ساه واخیسته.
په برصیصا عابد کې زیاته موده پاته پاته نشو ، ځکه له هغه ځایه روان شو او قبه سلام ته راغلو په قبه سلام کې له موږ هغه سپاره هم و موندل چې په ترابلس کې پاته شوي ول ، دلته یوه بله خبره وشوه هغه داچې زه او خسر سره وجنګېدلو او ما د هغه نجلۍ / لور ته طلاق ورکړ ،
نوی واده
او بیا مې هم دلته د فاس د یوه زده کونکي له لور سره واده وکړ، د زعافیې په قصر کې د واده دستوره تر سره شوه ، یارانو له مې ښه پرېمانه او غوړه ډوډۍ ورکړه ، چې له کبله یې د سپرو ډله وې ته اړه شوه چې یوه ورځ نور هم پاته شي ،
 دوام لري........

 ۱.تیونس : یو لرغونی ښار دی او د لرغونو کلتورونو پر کنډوالو یې بنسټ اېښودل شوی دی
۲. دلته په اردو ژباړه کې د عربي له دود سره سم د لمسی واخلې بیا تر غور نیکه او پر نیکه پورې نومونه ‏ راغلي دي مانا بشپړه شجره نسب د یوه نامه په پلمه را وړل شوی وي ، زه له دې تېر شوی او یواځی د کس او دپلار نو م یې لیکلی دی او د عربي د شعرونو د نکل کو لو پر ځای مې هم یواځې د هغو شعرونو ژباړه ، و پښتو را اړولې ده ( ولي خان )
۳. ابن بطوطه د ډېرو ودونو کولو شوقین و او شوقین و ، په اوږده بهیرکې چې به یې چرته زړه وغوښت واده به یې وکړ او بیا به یې ښځه طلاقه کړه


Wednesday, July 3, 2019

رحلۃ ابن بطُوطہ المُسماہ تحفۃ النظار فی غرائب الامصار و عجائب الاسفار
(روجعت و صحت علی عدۃ نسخ صحیحۃ بمعرفۃ لجنۃ من الادبار)

پښتو ژباړه : ولي خان دومړ

کوچ

له طنجې څخه تر تلمانه او و نورو ښارو ته ننوتل

له طنجې(۱) څخه چې زما د خاپوړو او پلرنی وطن دی
د ۷۲۵ هجري کال د رجب د میاشتې په دویمه د پنج شنبې/ زیارت په ورځ د رسول اللهد قبر د زیارت په نیت ووتلم ، نه د سفرملګری او نه د خوالې څوک راسره و، دا یوه سخته شېبه وه خو ما د نر انو او ښځو بېلتون د ددغه یون د شوق په وجه خوښ کړ، زه له خپله وطنه دا ډول ووتلم لکه یوه مرغۍ چې له خپلې ځالې ووځي ،کله چې زه د سفر په نیت وتلم نو هغه وخت زما مور اوپلار ژوندي ول ، او ما د دوی جدايي هم وزغمله ، و سفر ته د چمتو والي په وخت زما عمر ۲۲ دوه ویشت کاله و.
د ابن جزي وینا ده چې و ماته عبدالله ابن بطوطه وویل چې د ده د زوکړي ځای طنجه دی او هلته دی د ۷۰۳ اووه سوه درې یم هجري کال د رجب پر ۱۷ اولسمه د دوشنبې په ورځ زېږېدلی دی .
ابن بتوته وايي چې ما خپل یون د ناصرالدین امام ابو یوسف بن عبدالحق په واکمنۍ کې پیل کړ .

وتلمان ته راتګ
له طنجې څخه چې روان شوم زه تلمان ته راورسېدم، ددې ځای واکمن ابو ماشفین عبدالرحمان بن موسا بن عثمان بن یغمر بن زیان دی ، په تلمان کې ما د افریقې د واکمن سلطان ابو یحیا له دوو استازو ابو عبدالله بن ابو بکر بن علي بن ابراهیم نغزادي او شېخ صالح ابو عبدالله محمد بن الحسین بن عبدالله قرشي زیدي سره ولیدل ، دا دواړه مشران په تیونس کې د قضایې نکاح پر دنده ماموران ول ، په دوی کې وروسته یاد شوی د خپل وخت د علم او پوهې خاوند دی ، دی په ۷۴۰ اووه سوه څلوېښت کې په حق رسېدلی دی .
په کومه ورځ چې زه تلمان ته ورسېدم په هغه ورځ یاد شوي استازي له دې ځایه روان شول ، ډېرو یارانو یارانو و دې ته ولمسولم چې زه هم د دوی د سفر سره مل شم ،خو ما په دې اړه له لوی څښتن څخه استخاره وکړه، بیا د ځينو اړتیاوو له کبله تر ۳ درو ورځو دلته پاته شوم ، له دې وروسته مې د خدای نوم واخیست او د دوی پر پله روان شوم .
د ملیانې ښار ، د افریقې د واکمن د استازو د ملتیا ویاړ
لنده داچې چټک / ژر زه و یوه ښار ملیانې ته راورسېدم ،دلته ما دواړه استازي وموندل ، تودوښه بېخې ډېره زیاته وه ، ځکه دغو دواړو د تودوښې تاب را نه وړ  او ناروغه شول ، چې له وجې یې موږ لس ورځې دلته نور پاته شولوو ، له دې وروسته مو بیا د سفر کالي و تړل ، خو په عینې مهال پر قاضي ابو بکر بیا ناروغۍ برید وکړ، له ملیانې څخه د یو څو میلو پر واټڼ یو ګودر و ، له بده مرغه دلته ۴ څلور ورځې پس قاضي ابو بکر د چاشت پر وخت / سهار مهال ساه ورکړه ،ددغه ناساپي مړینې پایله دا شوه چې د قاضي صاحب زوی ابو لطیب او دده د سفر ملګری ابو عبدالله زیدي مړی واخیست او بیرته ملیانې ته ولاړل ، هلته یې ښخ کړ.
الجزایر
زما د سفر د شوق تنده په ملیانه کې ماته نشوله ، ځکه مې دا خلک هلته پرېښودل ، د تیونس د سوداګرو یوکاروان الجزایر ته تلی / تللو ، زه له دې سره شولم ، د یون / سفر په ملګرو کې مې الحاج مسعود بن المنظر ، الحاج الغدولي او محمد بن حجر د یادونې وړ دي ، اخیر موږ  و الجزایر ته ورسېدلو او تر څو ورځو پوري موږ د ښار دباندي (۲)ایسار پاته شولوو ، له دې وروسته شېخ عبدالله زبیدي او د خدابخښلي قاضي صاحب زوی راغلل او موږ له دوی سره ملګري شولوو ، الجزایر مو په ښه توګه وکتلی / ولیدلی ، موږ پر مخ / وړاندي ولاړوو او د زان د غره د تنګي / درې مخه مو وکړه،
د بجایا ښار ، د موحدیدانو د حکومت یوغاصب او ظالم والي
له دې ځایه موږ د بجایې و ښارته ورسېدلو ، شېخ عبدالله د ښار د قاضي ابو عبدالله ذوادي مېلمه شو او د قاضي صاحب مسکین/ مرحوم زوی ابولطیب د ابو عبدالله المفسر کره دېره شو،په دغه زمانه کې د بجایې واکمني د ابو عبدالله محمد بن سیدالناس په لاس کې وه، زموږ د سفر / یون په ملګرو کې یانې د تیونس د سوداګرو د کاروان یو غړی محمد بن حجر هم وچې له ملیانې څخه له موږ سره راروان و دلته چې راغلو ، دی هم په حق ورسېد، ده ۳۰۰۰ درې زره اشرفۍ تر شا پر ېښودې او وصیت یې وکړ چې دا پیسې دې د الجزایر و یوه کس محمد بن حدیده ته ورکړل شي او هغه دې یې دده تر وارثانو پوري و رسوي ، خو دغه وصیت پر ځای نشو ، ځکه چې د بجایې امیر د سیدالناس زوی دا پیسې له ابن حدیده څخه په زور واخیستې ،د مو حدانو (۳) د اعمالو او ولایت دا وړومبی ظلم و چې ما په خپلو سترګو ولید ، څنګه چې ما اوس یادونه وکړه چې کله زه بجایې ته ارغلم نو دلته تبې ونیولم،ابو عبدالله زیدي دوستانه ټینګار وکړ چې تر رغېدو پورې هم دلته و اوسم ، خو ما دده خبره ونه منله ، ما وویل : که مې مرګ لیکل شوی وي نو د رسول د مالت په لاره کې د ې ولي را نشي ! نوموړي چې دا واورېدل نویې وویل :که دې د سفر نیت دومره پوخ / ټینګ دی نو داسي وکړه ، چې سوارلۍ ( اوښ ، خر یا بل حیوان به وي ) دې خرڅه کړه ،چې کوم دروند سامان(توکي) درسره دی دا هم خرڅ کړه،زه به عاریتاً ستا دپاره د خېمې او سوارلۍ تابیا وکړم ،په دا توګه به موږ له درانه باره سپک شوو او په ډاډه زړه به یون / سفر ته دوام ورکړو،ځکه چې لار له خطره ډکه ده ، عرب ډاکوګانو ته چې چرته موقعه په لاس ورځي له لوټ مار څخه ډډه نه کوي ، نو د پوهې غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره له لږ څخه په لږ وخت کې لوی لوی واټڼو پرې کړو ، ما د نومړي  دا سلا ومنله ، هغه چې څه ویلي ول هغه ترا / هغه رنګه یې وهم کړل ، او له ژمنې سره سم یې زما د اړتیا توکي  عاریتاً راکړل ، خدای دې خیر ورکړي
د قسطنطنیې ښار ، عادل والي زما سختې را اسانې کړې
لنډه داچې د خپل پروګرام له مخې مې د سفر جامې وتړلې او پر څښتن مې باور وکړ ، پورته شوم روان شوم او د خدای د رحمت تر سیوري لاندې مې د حجاز لار ونیوله .
په تلو تلو کې موږ د قسطنطنیې و ښار ته ورسېدلو ، استوګنه مو د ښار دباندې وکړه ،د شپې په شړک باران و ورېده ، دومره زورور و چې په خېموکې شپه تېرول ګرانه وه،اخیر په نیمه شپه کې مو خیمې پرېښودې او ځینو کورو ته مو پناه یوړه ، سهار د ښار د و واکمن ته حاضر شو ، دا یو ډېر پوهه او نېک کس دی نوم یې ابو الحسن دی ، دده سترګي چې زما پر کالیو ونښتې نو د باران ټکي / داغونه یې پر ولیدل ،هغه سم دستي د دې تابیا وکړه او زما کالي يې را پرېمینځل

(۱)طنجه:د غربي اقصا یو ښار ، چې د اندلس د حکومت تر واک لاندي و
(۲) په لرغونو وختو کې به یوه ابادي د ښار دننه اوسېدله او بله ابادي به د تنګوالي او نورو لاملونو له کبله د ښار د دېوالو دباندي اوسېدله ، دلته به هم ښه ګڼه ګوڼه وله
(۳)دافریقې یوه واکمنه کورنۍ

Monday, July 1, 2019

د نامتو سیلاني / سیاح ابن بتوته ( بطوطه) یون لیک / سفرنامه اوس په پښتو کې تاسو لوستلی شئ


ما له ډېره وخته غوښتل چې د نورو ژبو هغه ګټور ادبي او تاریخي اثار و پښتو ته را وژباړم چې یا یې له سره په پښتو ژبه کې ژباړه نه ده شوې او که شوې وي هم نو هغه بېخې نیمګړې ده ، خو زما دا نیت و چې زه به نسبتاً لنډ ،لنډ اثار ژباړم ، خو یوه لوی استاد او تاریخ پوه  پر ابن بتوته لیکنه کړې وه او دا هيله یې څرګنده کړې وه چې که څوک دا ګټور یون لیک / سفرنامه وپښتو ته واړوي نو ښه به وي ، نو ما ورته خپل ټټر وټپاوه ،خو په دې کې یو څه ځنډ په راغلی .
       دابن ابن بتوته دغه یون لیک د نړۍ په ټولو پر مختللو ژبو کې ژباړل شوی دی او په پښتو کې دا کاکا جي صنوبر حسین مومند ژباړلی دی چې پښتو اکادمۍ کوټې چاپ کړی دی، لاکن هغه یو خو بېخي لنډ کتاب دی ښايي چې کاکاجې دومره وخت نه وي موندلی چې ټول کتاب وژباړي او یا هم کېدای شي چې هغه یواځي هغه خبرې ژباړلې وي چې کاکاجې خوښې کړې وي او دویمه خبره په دغه ژباړه کې داده چې داسي ښکاري لکه کاکاجي چې د ابن بطوطه پر یون لیک خپله تبصره کړې وي او د هغه د سفر په اړه یې خپل تاثرات بیان کړي وي  ، خو دابن بتوته دغه کتاب چې زه یې له اردو ژباړې و پښتو ته اړول غواړم ، په اردو کې ژبه کې هم له ډېرو ژباړو وروسته په روانه ژبه ژباړل شوی دی او معیاري ژباړه ده ، زه به هم تر خپله وسه هڅه وکړم چې و پښتو ته یې داسي وژباړم چې لوستونکي دا احساس نه کړي چې ګواکي ژباړه لولي او بله خبره داده چې زه تر خپله وسه ژباړه ټکي په ټکي کول غواړم تر لوستونکي هغه څه ولولي چې په اصل کې دي ، خو بیرته هم نیمګرتیاوې به خامخا ډېرې پکې راځي ، د دې دپاره ستاسو د ټولو لخوا د لارښونې به منندویه یم .
 له لیاري تاسو په walidummar.blogspot.com دایون لیکبه که خدای کول د دغه بلاګ
په قسطواره توګه لوستلی شئ ، وروسته که ما له خدای د بشپړ کتاب د ژباړلو توفیق را په برخه کړ نو بیا به يې که خدای کول په کتابي بڼه هم چاپ کړو ، په درنښت  
د اردو ژباړې له سرېزې څخه اقتباس
د ابن بتوته/ ابن بطوطه سفرنامه د یوه زرین پېر کارنامه ده


ابن بتوته چې کوم وخت خپل یون پیل کړ نو هغه وخت نه اورګاډي ول ، نه موټر او نه اولوتکې ولې ، کوم وخت چې د سمندر سفر له خپله ځانه تېر ېدل و ، هغه وخت د بر بر ( افریقې ) یو  ځوان د سفر جامې وتړلې او پورته شو ،او بشپړ تر ۲۵ کلو پورې د سمندر له څپو سره جنګېدی ، له وېرونکو ریګیستانو څخه تېرېدی ، له شوره ډک دریابونه / سیندونه یې لټول ،د جګو غرو و اسماني څو کو ته ختلی ، بیابانونه او واوریستانونه یې پرې کول او د خپلې سېل ګرۍ تنده یې ماتوله ، هغه د جحاز خاوره په خپلو سترګو مچوله / ښکوله ، هغه د یمن ستونزمنې لیارې پی کولې ، مصر ، بغداد ، سېریا /شام ،عراق ، ایران ، ترکستان ، مارا ولنهر ، افغانستان، اذر بایجان ، دعیسویانو مرکز قسطنطنیې او ترکیې ته ولاړی ،په دغو ټولو ځایو نو کې یې له سلطانانو ، والیانو ، علماوو،پیرانو ، وزیرانو سره ولیدل او تر هندوستانه راورسېد ، هغه د سیند(ایالت) یو، یو ښار ولیدلی او ددې ځای له خلکو سره یې لیده کاته وکړل ، ددغه ځای د مدرسو او مکتبو جاج یې واخیست ، هغه د پنجاب سېل وکړ ، هغه ډیلي ته ورسېد او د تاج او تاریخ باجبره کس محمد تغلق دی لاس په لاس واخیست او د قضاء پر منصب یې مامور کړ،په دې ډول و ده ته د ټول هند د سېل یوه ښه موقعه په لاس ورغله ـ بیا د سلطان د استازي په توګه چین ته ولاړ، دهغه ځای د مسلمانانو د ژوند او ژواک ،واک و اختیار او واکمنۍ له حالاتو یې ځان خبر کړ،د چین له خاقان سره یې ولیدل ،د چین د کلتور ، دود اودستور او مدنیت ژوره مطالعه/ کتنه یې وکړه او له هغه ځایه بیرته هندوستان ته را ستون شو و مدراس له راورسېدلی ، بمبۍ له ولاړی ، د کرناټک ،کالي کټ ، مالابار ، کمبایت، او د نورو ځایو سېل یې وکړ، بیا لنکې له ولاړ هلته یې د بودا ګانو اثار ولیدل ،بیا سر اندیپ له را ورسېد دلته دپر سر سترګو کښېنول شو ،بربر ( افریقې ) یانې غرب اقصی له راستون شو ،چې له وطنه وتلی و نو د ۲۵ کلو ځوان و چې راستو ن شو نو ۵۰ کالو بوډا و......
د ابن بتوته دغه اوږد ، پېڅ/ صبر غوښتونکی او له کړاوو ډک سفر / یون سېل نه و ، علمي و ،هغه چې په کوم ژور نظر هر څه لیدلي ، په کومه پوهه چې یې د سفر مشاهدات مرتب کړل ، په کومه ځانګړنه چې یې اکابرو حال حوال او پر ژوند رڼا اچولې هغه یواځې دده حق دی ، و ابن بتوته ته چې په تاریخ لیکونکو کې کوم ځانګړی ځای / مقام تر لاسه دی هغه ددغه یون / سفر له وجې تر لاسه دی ، ددغه یون لیک په لیکلو هغه د تاریخ یولوی پېر/عظیم دور ژوندی ستاتلی دی ، دغه یون لینک د ابن بطوطه ژوند لیک هم دی ،هغه خپل روداد څه دارنګه لیکلی دی ، چې روداد کوم ځای پکې ګډ شوی دی و نو هغه یواځي د یوه تماشايي په حیث خپل تاثرات نه دي لیکلي بلکې د تماشې یو جر یې له ځانه جوړ کړی دی او یو داسي تاریخي ستاوېز یې تیار کړی دی چې قدر او قیمت یې او ارزښت یې په خپل ځان کې یوه لویه بېلګه ده

له جو مات څخه د فلم ډاچي اعلان

  د انټرنېټ په نړۍ کې ډېرې داسي لیکنې د سړي تر سترګوکېږي چې هغه له هره پلوه د پام وړ وي په دغو لیکنو کې داسي لیکنې هم وي چې غلا شوې وي او ه...