Saturday, April 10, 2021

له جو مات څخه د فلم ډاچي اعلان


 د انټرنېټ په نړۍ کې ډېرې داسي لیکنې د سړي تر سترګوکېږي چې هغه له هره پلوه د پام وړ وي په دغو لیکنو کې داسي لیکنې هم وي چې غلا شوې وي او هر چا په خپل نامه خپره کړې وي لکه دغه لیکنه چې بې شماره خلکو په خپلو خپلو نومو خپره کړې ده او دا  درک یې نه لګېږي چې د لیکنې اصل لیکونکی څوک دی؟  خو زما زیات ګومان دا دی چې دا لیکنه به د زاهد عکاسي یا احمد بشیر  صاجب وي ،ژباړن ـ ولي خان دومړ
 

له جوماته د فلم ډاچي اعلان 


نن فلم جوړونکی اسلم ایرانی رایات شو چې مولوي صاحب له د خپل فلم "ډاچي"د پرموشن دپاره ورغلی و 
په هغو ورځو کې پاکستان نوی نوی جوړ شوی و، رېډیو به هم له یو چا- چا سره وه 
 
نو ځکه د کاروبار د علانو دپاره د جومات لاوډ سپیکر کارول کېده 

فلم جوړونکي اسلم ایراني یو څو روپۍ سره یو ځای کړي او د ډاچي په نوم فلم یې جوړ کړچې د لاهور په بمبینو سینما کې به یې  وننداري ته وړاندي کاوه ،د دغه دپاره دی مولوي صاب له ورغلی چې ښاغلې ته اعلان وکړه چې داتوار /یکشنبې په ورځ په بمبینو سینما کې ډاچي فلم و نندارې ته وړاندي کېږي چې ۳ درې شوګانې به یې وي
مولوي صاب چې دا واورېدل نو اور یې واخیست سور او سپین شو او ویې ویل ،بدمرغه ته اوس په ما دا کار کوې؟   
اوس به له جوماته د فلمانو او بې حیايۍ د خورولو اعلانو نه کېږي ؟
اسلم ایراني چا دا واورېدل نو له جېبه یې یو پاکټ را وایست او مولوي صاب له یې وروړاندي کړ ، چې یو څه پېروزوینه راباندي وکړه پر دغه فلم زما ډېرې پیسې لګېدلې دي که چرته فلم نه وچلېد نو زه به تباه او برباد شم 
مولوي صاب پاکټ پرانیست چې له نوټو ډک و
څه شېبه یې فکر وکړ او ويې پوښتل 
وړومبنۍ شو کله ده ؟
اسلم ایراني ټول تفصیل ورته تېر کړ
مولوي صاب ورته وویل ښه ته اوس ولاړ شه ،زه د جومې (جمعې)په ورځ یو څه کوم
کله چې د جومې ورځ راله نو مولوي صاب وعظ پیل کړچې په هغه کې یې پر زیاتېدونکې بې حیايي وینا وکړه،چې څنګه غربي کلتور زموږ بېخ باسي او ځوان کول تباه کېږي.. 
موږ ټول تش د نامه مسلمانان یو او عمل یو هم نه کوي
اوس دغه وګورئ چې تاسي دلته سرونه ښوروئ او ښې ښې خبرې اورئ خو زه پوهېږم چې تاسي به پر دغو عمل نه کوئ اوس چې له لمانځه ووځئ که چا درته وویل چې د یکشنبې په ورځ به په بمبینو سیمنا کې نوی فلم ډاچي لګېږي چې تمثیل کوونکي به یې سدهیر، نېلو ،نغمه،او زینت وي نو تاسي به هلته په منډه منډه ورځئ ، چې د مولوي وعظ خو مو واورېدلی اوس به د سندرغاړې مالا ، احمدرشدياو مسعود راڼا په خوږو ږغو کې سندرې هم واورو ـ له دینه څوک نه دي خبر ،
خو په دا ښه خبر دي چې ددغه فلم کیسه حازن قادري لیکلې ده له اېکشن او بې حیایي څخه ډک فلم دی ځکه چې هېرو یې سدهیر دی او ولن یې مظهر شاه دی !
و جومات ته د را ننوتلو پیسې نشته او د لمونځ کونکوو شمېر وګورئ.... هلته به په یوه روپۍ ټیکټ اخلئ خو ورځئ به ارومرو /ضرور 

 

Thursday, September 10, 2020

دابن بطوطه یون لیک / څلرمه ۴ برخه

ولاړاو هلته یې په یوه مدرسه کې د علماوو او فضلاوو له دود سر سمې زده کړې ورکول پیل کړې


ورو ورو د ده د تدریس نوم تر لیري ځایو ولاړ ، تردې پور ې چې د مصر تر باچا پوري خبره ورسېدله ، د اتفاق خبره دا ده چې په هغه زما نه کې د سکندریې قاضي مړ شوی و ، نو د علماوو او فقهاوو ډله را غونده وه ، په دوی کې هر یو وړ کس و ، هر یوه حق درلود چې د  قضا دنده دې و د ته وسپارل شي . او هر کس له خپلې پوهې او ګومان سره سم په دې تمه و چې هم دی به د قضا پر دنده ګومارل کېږي، او د قاضي فخرالدین د نیکه په اړه چا دا فکر هم نه کاوه چې دغه عهده به دده په برخه ده ، سلطان د قضا پر عهده د ده په نامه پروانه را ولېږله ده و خپل نوکر نه امر وکړ چې ډنډوره ووهه چې هر څوک که هر د ډول شخړې اوتېري په لړ کې د انصاف غوښتونکی وي ، پېش دې شي ، او سم دستي د قضا پر مسند کښېنوست.

په دغه وخت کې دښار فقها او مخور خلک سره را غونډشول او په ګډه یې د یوه کس په اړه و سلطان د لیکلو پرېکړه وکړه د چا په اړه چې د دوی فکر و چې دی به د قضا پر عهده ګومارل کېږي او له ده پرته یې بل څوک حق نه لري نو سلطان دې خپل امر بیرته واخلي .په دغه منجلس کې یوه رسېدلي نجومي هم ګډون درلود ، هغه وویل :پام کوئ چې داسي ونه کړئ ما ددغه نوي قاضي د ولایت ستوری موندلی دی ، د علم نجوم له مخې دا جوته شوې ده چې تر را تلونکو څلوېښتو کلو پورې به دا سړی ارومرو حکومت کوي ، نو ددغه نجومې له وجې ټول خلک له خپله نیته پر شا شول او  و سلطان ته یې امر د بیرته اخیستلو دپاره نه ولیکل او نه یې هڅه وکړه ، لنډه داچې څنګه هغه نجومي ویلي و هغسې وشول او د ده د قضاوت وخت په عدل او انصاف تېر شو

د سکندریې له صالیحانو او اولیاوو څخه یو شیخ عبدالله فارسي هم و چې د الله له اولیاوو څخه ګنل کېږي ویل کېږي چې کله به ده دلمانځه سلام په ګرځاوه نو له غیبو به یې جواب ورکول کېده دارنګه دا هغه ځای په اولیاوو کې یو وزرګ خلیفه و، ده یو ډېر لوی علم ، زاهد او متقي کس و او کراماتو ښکاره کوونکی هم و، وماته ځینو یارانو وویل چې شیخ خلیفه نبي مبارک په خوب کې ولیدی چې ویل یې ته زما زیارت ته راشه . هم دا و چې سم د لاسه روان شو هلته چې ورسېد د نبوي جومات و باب الاسلام ته وردننه شو ، د جومات درناوی یې ترسره کړ پر پېغبرﷺیې درود و ویلی و یوې ستنې ته یې اډه/ ډډه ووهله او دصوفیانو د مراقبې له دود سره سم یې سر په دواړو ځنګنو کښېښودچې سریې را پورته کړنو د ده و مخ ته ۴ ډوډۍ په یوه لوښي کې پی / شودې او یو پتنوس د خورما پروت دی ، ده او د ده ملکرو وخوړل او بیرته سکندریې ته راغلل او په هغه کال یې حج ونه کړ

د سنکدریې په اولیاوو کې چې په هغه زمانه کې یې شتون درلود ، یو هم د وخت امام زاهد او له خدایه وېرېدونکی وزرګ برهانو دین اعرج و چې د وخت له نېکانو او زاهدانو څخه ګڼل کېږي په سکندریه کې د استوګنې پر مهال ما له ده سره لیدلي و او درې ۳ ورځې د ده مېلمه سوی هم وم، دی هم کراات لرونکی وزرګ دی یوه ورځ زه د ده لیدلو له ورغلم نویې وویل : زه وینم ته به د لیرو لیرو ښارو سېل کوې ستاو ټولو ښارو ته تګ نیت دی ما ویل نیت خو مې دی ، په هغه زمانه کې ما د دومره لیرو پرتو هېوادو لکه ، هند ، چین ، اچین ، اونورو د سېل فکر هم نه و کړی ـ ویل یې که خدای کول ته به زما له ورور فریدو دین سره په هندوستان کې ، له رکنو دین ذکریا سره په سند ، او له برهانو دین سره  په چین کې خاما وینې ، نو پر هغو زما سلام وایه ، زه د ده پر دغه خبره اېښ /حیران شوم او د دومره اوږده یون / بهیر له فکر سره زما وجود ورېږدېد لنډه داچې دشېخ له دغې وینا سره سم ما یون وکړ ( پر هغو ځایو هم تېر شوم او له هغو خلکو سره مې هم ولیدل او د ده سلام مې هم تر هغو پورې ورساوه) د اجازت پر وخت هغه د لیاري د پاره یو څو درهمه هم راکړل ما دا درهمونه په ډېر پام  سره له ځانه سره اېښي ول او چې تر څو پورې له ماسره ول نو زه کله هم د خرڅ له نشتوالي سره نه وم مخامخ شوی  او نه د دغو درهمو د ګارولو / خرڅ کولو اړتیا راغلې وه په سندري تګ /سفر کې چې د هند کفارو زما ټول مال او اسباب ولوټل ا نو هلته یې له ما څخه د غه درهم هم ولوټل.

د سکندریې له ټولو صالیحانو او اولیاوو څخه یو هم شېخ یاقوت حبشي دی ، دی ډېر غټ وزرګ او د عبدالعباد مرسي له مریدانو څخه دی ده له ابي الحسن شاذلي څخه بعیت اخیستی دی چې ډېر لوی پیر او د کراماتو لرونکی تېر شوی دی شېخ یاقوت د خپل پیر شېخ ابي العباس مرسي له خولې وایي :

دوام لري


Monday, January 6, 2020

د ابن بطوطه یون لیک ....۳ درېمه برخه ، له اردو ژبې پښټو ته ژباړه : ولي خان دومړ

 اسکندریه ، سېل او منظرې ، حالات او کوایف
د جمادي الاول په اوله مو ږ اسکندریې ته وردننه شوو، خدای دې دا ښارخوندي ساتي ، دا د مځکې یوه زړه ړونکې تکړه او خوندي پوله ده ، ددې ځای ودانۍ کلکې محکمې او لوړې دي ، سل واره د ستاینې وړ او ښایستې دي ، دلته د دین نخښې هم شته او د دونیا هم .
ددې ځای څرګند هم زړه وړونکی او پټ هم خوندور دی ، ددې ځای ښایسته او مضبوطه ودانۍ په دې هم د سړي پر زړه ښې لګېږي چې د جمال او کمال له پلوه  څاری نلري ، ددېځای د ودانیو رنګینې اوښایست که له یوه غټ ځلېدونکې غمي سره پرتله شي نو بې ځایه به نه وي ، غرب ( افریقا) چې کوم لوی والی او د عرت مقام تر لاسه کړی دی نو دا ددغې اسکندریې برکت دی .
دا ښار د ختیځ او لوېدیځ په مابین کې دی  ځکه د ختیځ ټولې څانګړتیاوې او د لوېدیځ د هرې خوا شمتنۍ ددغه ښار په برخه شوې دي ، ددغه ښار په ستاینه کې چې هرڅه ویل شوي دي لږ هم له ریښتینولۍ لیري نه دي، ابو عبید په خپل کتاب *المسالک * کې پر دې مفصله او په زړه پورې رڼا اچولې ده .
د اسکندریې دروازې او لنګرګاه
د اسکندریې د ښار څلور دروازې دي (۱) با ب السدره : سړک له دغه ځایه پیل کېږي او د لوېدیځ خلک له دې ځای څخه تګ راتګ کوي (۲) باب رشید : دا یوه عادي لاره  ده (۳) ابا البحر : دا هم عادي لاره وګڼه (۴)باب  الخضر دا یواځې د جمعې په ورځ پرانیستل کېږي ،  و زیارتو او قبرو ته له دې خلک له دې خواووځي
له هندوستانه پرته بیا د اسکندریې په رنګه لنګرګاه  په ټوله نړۍ کې زما نه ده تر سترګو شوې ،
په کومل کې د کالي کټ لنګرګاه ،یا د اتراک په ښارکې سرادیک یا یبا د زیتون لنګرګاه چې د چین په هېواد کې ده ، ددغو ټولو یادونه وړاندي راځم ، کوم یې ....
د اسکندریې مناره
د اسکندریې  د منارې نوم / شهرت مې واورېد نو یې د کتلو دپاره ولاړم ، د هغې یو اړخ نړېدلی دی دا مناره یوه پراخه او ډېره لوړه ودانۍ  ده ، د منارې و وره / دروازې ته مخامخ یوه بله مرتفع دوانۍ ده چې لوړوالی یې د وره دومره دی  ددې ودانۍ او د منارې د  وره تر مابین د لرګلو دړي / تختې اېښودل شوي دي ، پر دغو چې تېر شې نو د منارې تر دروازې رسېدلی شې ، که دغه دړي پورته کړل شي نو بیا د منارې تر وره او پوري د تللو یوه لاره هم نشته ،په وره کې د ساتونکو استوګنځی دی ، ددې دننه د تګ راتګ دروازه ۹ بالشته پلنه او ۱۰ بالشته اوږده ده ،څلور خواوې یې ۱۴۰ بالشته دي ، دا پر یوې ډېرې غټې ټېکرې جوړه کړي شوې ده ، او ددې دننه ډېر استوګن ځایونه جوړ شوي دي ، داله ښاره د یوه کوس پر واټڼ پر داسي مستطیل ډګرمو قعیت لري چې له درو خواوو سیند ځیني چاپیره دی، چې په خوندي ښار ( شهر فناه) پوري شوی دیو پرته له ښار له له بلې یوې دروازې هم د وچې لاره نشته په دغه درې اړخیزه ډګر کې و منارې ته نژدې یوه هدیره ده ، په ۷۵ یم هجري کال چې د غرب له سېل څخه را خلاص شوم نو بیا ددغې منارې د لیدلو دپاره ولاړم هغه وخت ما دا دومره په وران او نړېدلي حالت کې ولیدله چې ددغې تر دروازې پوري ختل او رسېدل ناشوني ول، په دغه منارې پورې ملک ناصر د یوې بلې منارې بنسټ اېښی و، خو تر بشپړېدو وړاندي هغه مړ شو او خبره پر هغه ځای پاته شوه چرته چې وه .
کله چې زه اسکندریې له ور دننه شوم نو دهغه ځای شتمن کس صلاح الدین و ، په هغه زما کې د افریقې لیري کړل شوی/ معزوله سلطان ذکر یا ابو یحیا مشهور په لیحاني هم هلته و ، دی یې د ملک ناصر د یوه حکم له مخې د اسندریې و یوه ځانګړي شاهي ایوان ته را وړی و او د لکښت دپاره یې د وظیفې په توګه ورته ۱۰۰ سل درهمه هم مقرر کړي ول ، له دغه ځایه معزوله سلطان سره دده زامن عبدالواحد ، مصري او اسکندري او دده ناظر ابو ذکریا ابن یعقوب او وزیر عبدالله ابن یاسین هم ول ، سلطان  یحیا او زوړی اسکندري یې هم دلته مړه شول او دهغه بل زوی مصري تر اوسه ژوندی دی  او څومره اېښونکی اتفاق دی ... ابن جزي واي دا څومره عجیبه خبره ده چې د لیحاني د زامنو د نومونو اثرکټ مټ هغسي پرېوت ، اسکندري په اسکندریه کې و ،او په رګوا کې تر یو وحته ژوندی و خو هغه په مصر کې هم اوسېدلی و  او عبدالواحد په اندلس ، مغرب او دافریقې په ټولو ځایو کې ګرځېدلی و .
ددې ځای په معتبرو علماوو کې یو قاضي عماد الدین کندي دی او د ژب پوهنې په علم کې یې د پوهانو د امام درجه ترلاسه کړې ده ، دومره غټ پټکی یې تړلی چې ما د خپل سېل موده کې له ختیځه تر لوېدیځه د چا دومره غټ پټکی نه و لیدلی، یوه ورځ نوموړی په محراب کې ناست و ، ټول مجراب د ده له پټکي ډک برېښېده ، د سکندریې په علماوو کې فخر الدین ابن الریغي هم دی ـ دی په اسکندریه کې د قضا پر دنده مامور و ، پوه سړی دی او د عالمانو په ډله کې ګڼل کېږي ، ویل کېږي چې د قاضي فخر الدین نیکه د رېغې او سېدونکی و ،وړاندي د ده شوق د زده کړو ترسره کول و ، بیا اجاز ته ولاړ ، لنډا داچې د شپې و اسکندریې ته راورسېد ، جیب یې تش و له دې وجې یې وړومبی نیت وکړ چې اوسمهال د ښار د باندي استوګنه پکاره ده چې کله وړ فال تر غوږ شي نو بیا وو ښار د تګ تکل پکار دی نو داسکندریې و دروازې ته نژدې ناست پاته شو و څه وخت چې وښار تلونکي ټول خلک دننه شول او د  دروازې د بندېدو وخت را نژدې شو او له ده پرته بل یو څوک هم د باندي پاته نشو ، نو د وروه ساتونکی پر دغه ځنډ ډېر په خښم شو او په خو شکه یې وویل : قدرمن قاضي صاحب څله ناست یې .. دننه ولاړ شه
قاضي صاحب په ځواب کې انشاالله وویل        



Friday, July 19, 2019

د ابن بطوطه یون لیک / سفرنامه .........دویمه برخه



پښتو ژباړه : ولي خان دومړ

لنګ مې زوړ و نو یې د بعبلک یو نوی لنګ را وبخښه ،یواځی دا نه بلکې په څوکو/ پېڅکو پورې یې یوه ، یوه اشرفۍ هم ور وتړله – دا د د یون په لارکې وړومبۍ مالي مرسته وه چې ما تر لاسه کړه
د بونې ښار
په قسطنطنیې کې مو یو څه استوګنه وکړه ،وروسته موږ بیا په وړاندي ولاړو، او د بونې و ښار ته ورسېدو دلته مو درې ۳ ورځې د ښار دننه تېرې کړې،
د سوداګرو د کاروان کوم خلک چې له موږ سره ول هغه مو دلې /دلته پرېښودل ، ځکه لاره له خطره ډکه وه .
اوس زه بیا یواځي وم ، نه یو ملګری او نه څوک خواخوږی راسره ، ستونزمنې لارې مې پی کولې ، له کړاوجنو او سختو تنګیو به تېرېدلم ، د لارې له ناخوالو سره لاس او ګرېوان مخ په وړاندي تلم  چې بیا په تبه اخته شوم او د  ویرې او ترهې له وجې مې له سوارلۍ څخه د کوزېدو همت نشو کولی او ناروغۍ دا توان نه را څخه واخیست اخیر مې په سوارلۍ پورې ځان ټینګ وتړلی ، تر څو له سوارلۍ څخه ونه لوېږم.
و تیونس ته رارسېدنه
لنډه دا چې غورځېدلی ، پرځېدلی و تیونس (۱) ته را ورسېدم ، د تیونس خلک د شېخ عبدالله زبیدي او ابو طیب د هر کلي دپاره دباندي را وتلي ول ، دا ټول خلک یو له بل سره ډېر په مینه غاړې وتل ، خو دا چې زه چا نه پېژندم ، نو نه چا وما ته سلام واچاوه ، نه یې پوښنته را څخه وکړه،دغه ساړه چلند زما زړه مات کړ او زما سترګو اوښکې تویه شوې او په چېغو مې وژړل ، ځینو حاجیانو زما ددغه حال اندازه ولګوله ، هغه ماله را نژدې شول ،زما حال یې و پوښته او زما د زړه د خوشالۍ خبرې یې راسره وکړې ، تردې پورې چې موږ ښار له وردننه شوو ، دلته زه په مدرسه " کبتیس " کې دېره شوم
د تیونس د سلطان او د هغه ځای د علماوواو فضلاوو احوال او رتبې
کله چې و تیونس ته رادننه شوم  هغه وخت د هغه ځای واکمن سلطان ابو یحییٰ و(۲) ، د ده په وخت کې دا ځای د غټو علماوو او فضلاوو مرکز و ، په دوی کې  قاضي الجماعت ابو عبدالله محمد بن قاضي ، خطیب ابو اسحاق ابراهیم ، بن حسن هم دی چې په قاضي الجماعت کې د پرودل خمسه  پر دنده مامور دی او فقیه ابو علي بن علي دا هم په دول  خمسه کې پر یادې دندې مامور دی او ددغه ښار له عالمانو او مشرانو څخه ګڼل کېږي ، دده او ورسره د نورو علماوو دا طریقه ده چې د هرې جمعې له لمانځه وروسته د لویې جامعې یاني د " جامعہ زیتونیہ " له یوې ستنې سره اډه / ډډه ولګوي ، خلک ددوی و مخ ته پوښتنې ږدي او دوی یې ځوابوي او چې د ټولو پوښتنو ځوابونه ورکړي نو بیرته ولاړ شي ، کو شنی اختر ما دلته ولمانځه ، کله چې عید ګاه له د اختر د لمانځه دپاره ولاړم نو خلکو ډېر ښه او ګران بیه کالي اغوستي ول ، کوم وخت چې د سلطان سوارلۍ راغله نو پر اس سپور و ، د اختر دوه ګونی لمونځ وشو ، خطبه پای ته ورسېده ، بیا ټول خلک و خپلو کورو ته  ستانه شول ،
یو څو ورځې پس د و حجاز ته د جاجیا نو د تګ دپاره د سلطاني قافلې تابیا وشوه ، چې امیر یې ابو یعقوب سویسي و ګومارل شو ، دا د اقل اوسېدونکی و او د حاجیانو ددغې سلطاني قافلې قاضي زه و ګومارل شوم ،اخر موږ له تیونس څخه د ساحل له لارې روان شوو ،
د سوسې ، ښار چې کله د پوهې مرکز و
له تیونسه چې روان شوو نو ډېر ژر د سوسې ښار له ورسېدو ، دا ښار ګوا چې ډېر لوی نه دی خو ښه پاک او زړه وړونکی  خامخا دی او له تیونس څخه د څلورو میلو پر واټڼ د دریاب له غاړې پروت دی ،ا و بیا له دې ځایه له روانېدو وروسته د " صفا کس " وښار ته ورسېدو ، د لته د ښار د باندي د امام ابو الحسن نجمي مالکي مزار دی ، دی فقهې د معتبره کتاب التبصرې لیکونکی دی .
ابن جزي وايي چې ددغه ښار په ستاینه کې ابن حبیب التنوخي ویلي دي
د صفا کس په ستاینه کې د تنوخي شعرونه (۵ )
ما نا : څښتن دې د صفا کس مځکه سمسوره لري چرته چې لویې ودانۍ او عبادت ځایونه دي ، پر خلیج د قیصر ماڼۍ ده چې لوړې څوکې یې له اسمان سره ږغېږي ، دغه ښار دی چې زیارت کونکی و را دننه شي نو ښار ښه راغلاست ورته وایي ، سمندر هم وتاته لېواله دی ، کله نژدې راځي او کله سر وهي ستنېږي ، څپې دا نه زغمي رقیبان له تا سره اړه غړۍ وي ، او چې وینې یې نو هغه مخ اړوي ستنېږي ،
د صفاکس هجو د یوه شاعر په ژبه
ددغې ستاینې برعکس لیکوال او شاعر ابو عبدالله بن اتمییم د صفا کس په هجو کې وایي ،
مانا : صفاکس :ـ دلته اوسېدونکي په دې څه پوهېږي ؟ چې کراري څه ده ، باران خو کېږي لاکن ددې ځای مځکه خړوبېږي نه ...
ددغه ښار په ستاینه کې هم دومره بس ده ، چې څوک هم دلته راغلی ، یا خو د رومیانو د تېري ښکار شوی دی اویا د عربو ، څوک چې له وچې لارې راغلی دی هغه خپله ټوله شتمني له لاسه ورکړې ده ـ څوک چې  د دریاب له لارې ( بېړۍ کې )راغلی یا خو نیول / ګرفتاره شوی دی یا د کړاونوو موخه شوی دی ، دریاب هم ددغه ځای ستونزمنتیا لیدلې ده ، کله چې هم قدرت دا وښار ته نژدې کوي ، هغه لیري تښتي .
د قابس ښار او د لارې پړاوونه
لنډه دا چې له صفاکس څخه روخصت شو ، و قابس ته را ورسېدو ـ د ښار دننه استوګن شو دلته شړکنده باران ورېده نو موږ هم زیاته موده دلته نه شو تم ، یواځې لس ورځې مو تېرې کړې کله چې زه له قابس  له ښاره د ترابلس له ښاره روان شوم، نو په لار کې تر سوا دوو ۲۱۵ زیات سپاره زموږ په جلو کې کې وو ، په دوی کې یوه غشي ویشتونکې ډله هم وه ، چې له وېرې او ترهې څخه یې عرب لوټ مار داسي غلي شول په خپلو کورو کې پټ ناست ول ، دا رنګه خدای موږ ددغو عربو لوټ مارانو له شره خوندي وساتلو ، د قابس او ترابلس تر مابین د سفر په دوران کې پر یوه پړاو د لوی اختر ورځ هم راغله ـ د اختر له دستورو چې فارغه شوو نو څلرمه ۴ ورځ ترابلس ته ورسېدو.
و لوېدیځ ترابلس ته ننوتل
په صفا کس کې له لسو۱۰ ورځو تېرولو وروسته موږ ترابلس ښار ته را ورسېدو  ددې ښار ښایست  زه ایسار کړم ، ځکه نو په ترابلس کې زه تر زیاتې مودې پورې پاته شوم ، یوه بله د یادونې وړ خبره داده چې په صفاکس کې د تیونس د یوه مخور کس له لور سره ما واده وکړ خو ناوې مې ولاړه کړې نه وه اودغه دود دلته ترسره شو ،چې دلته مې زړه موړ شو ، نو بیا مې د کوچ د پاره چمتوالی ونیو ، او اخیر د محرم پر ۲۶ شپږویشتمه له دې ځایه روخصت شوم له ماسره زما ښځه هم وه ، ما د کاروان توغ په خپل لاس کې واخیست او تر ټولو وړاندي روان شوم ، له تیونس څخه چې کوم سپاره له موږ سره ملګري شوي ول هغه د باران او یخ له وېرې هلته په ترابلس کې پاته شو ، خو موږ پروا ونکړه ، او دخپل منزل په لور به وړاندي تلوو ، په لاره کې تر څو ښارونو ، کلیو او بانډو را تېر شو، او مخ په وړاندي دوام داره روان واوسېدلو ، په لاره کې عرب لوټ مارو زموږ د لوټلو او پر موږ د چپاول هڅه وکړه خو د خدای تر قدرت جار شم ، چې د دوی دغه نیت پوره نشو ، په دې دوران کې موږ د ځنګله و مابین ته را ورسېدلو ، او اوس نو چې له دې ځایه روان شو بیا مو سیخ په برصیصا عابد کې ساه واخیسته.
په برصیصا عابد کې زیاته موده پاته پاته نشو ، ځکه له هغه ځایه روان شو او قبه سلام ته راغلو په قبه سلام کې له موږ هغه سپاره هم و موندل چې په ترابلس کې پاته شوي ول ، دلته یوه بله خبره وشوه هغه داچې زه او خسر سره وجنګېدلو او ما د هغه نجلۍ / لور ته طلاق ورکړ ،
نوی واده
او بیا مې هم دلته د فاس د یوه زده کونکي له لور سره واده وکړ، د زعافیې په قصر کې د واده دستوره تر سره شوه ، یارانو له مې ښه پرېمانه او غوړه ډوډۍ ورکړه ، چې له کبله یې د سپرو ډله وې ته اړه شوه چې یوه ورځ نور هم پاته شي ،
 دوام لري........

 ۱.تیونس : یو لرغونی ښار دی او د لرغونو کلتورونو پر کنډوالو یې بنسټ اېښودل شوی دی
۲. دلته په اردو ژباړه کې د عربي له دود سره سم د لمسی واخلې بیا تر غور نیکه او پر نیکه پورې نومونه ‏ راغلي دي مانا بشپړه شجره نسب د یوه نامه په پلمه را وړل شوی وي ، زه له دې تېر شوی او یواځی د کس او دپلار نو م یې لیکلی دی او د عربي د شعرونو د نکل کو لو پر ځای مې هم یواځې د هغو شعرونو ژباړه ، و پښتو را اړولې ده ( ولي خان )
۳. ابن بطوطه د ډېرو ودونو کولو شوقین و او شوقین و ، په اوږده بهیرکې چې به یې چرته زړه وغوښت واده به یې وکړ او بیا به یې ښځه طلاقه کړه


Wednesday, July 3, 2019

رحلۃ ابن بطُوطہ المُسماہ تحفۃ النظار فی غرائب الامصار و عجائب الاسفار
(روجعت و صحت علی عدۃ نسخ صحیحۃ بمعرفۃ لجنۃ من الادبار)

پښتو ژباړه : ولي خان دومړ

کوچ

له طنجې څخه تر تلمانه او و نورو ښارو ته ننوتل

له طنجې(۱) څخه چې زما د خاپوړو او پلرنی وطن دی
د ۷۲۵ هجري کال د رجب د میاشتې په دویمه د پنج شنبې/ زیارت په ورځ د رسول اللهد قبر د زیارت په نیت ووتلم ، نه د سفرملګری او نه د خوالې څوک راسره و، دا یوه سخته شېبه وه خو ما د نر انو او ښځو بېلتون د ددغه یون د شوق په وجه خوښ کړ، زه له خپله وطنه دا ډول ووتلم لکه یوه مرغۍ چې له خپلې ځالې ووځي ،کله چې زه د سفر په نیت وتلم نو هغه وخت زما مور اوپلار ژوندي ول ، او ما د دوی جدايي هم وزغمله ، و سفر ته د چمتو والي په وخت زما عمر ۲۲ دوه ویشت کاله و.
د ابن جزي وینا ده چې و ماته عبدالله ابن بطوطه وویل چې د ده د زوکړي ځای طنجه دی او هلته دی د ۷۰۳ اووه سوه درې یم هجري کال د رجب پر ۱۷ اولسمه د دوشنبې په ورځ زېږېدلی دی .
ابن بتوته وايي چې ما خپل یون د ناصرالدین امام ابو یوسف بن عبدالحق په واکمنۍ کې پیل کړ .

وتلمان ته راتګ
له طنجې څخه چې روان شوم زه تلمان ته راورسېدم، ددې ځای واکمن ابو ماشفین عبدالرحمان بن موسا بن عثمان بن یغمر بن زیان دی ، په تلمان کې ما د افریقې د واکمن سلطان ابو یحیا له دوو استازو ابو عبدالله بن ابو بکر بن علي بن ابراهیم نغزادي او شېخ صالح ابو عبدالله محمد بن الحسین بن عبدالله قرشي زیدي سره ولیدل ، دا دواړه مشران په تیونس کې د قضایې نکاح پر دنده ماموران ول ، په دوی کې وروسته یاد شوی د خپل وخت د علم او پوهې خاوند دی ، دی په ۷۴۰ اووه سوه څلوېښت کې په حق رسېدلی دی .
په کومه ورځ چې زه تلمان ته ورسېدم په هغه ورځ یاد شوي استازي له دې ځایه روان شول ، ډېرو یارانو یارانو و دې ته ولمسولم چې زه هم د دوی د سفر سره مل شم ،خو ما په دې اړه له لوی څښتن څخه استخاره وکړه، بیا د ځينو اړتیاوو له کبله تر ۳ درو ورځو دلته پاته شوم ، له دې وروسته مې د خدای نوم واخیست او د دوی پر پله روان شوم .
د ملیانې ښار ، د افریقې د واکمن د استازو د ملتیا ویاړ
لنده داچې چټک / ژر زه و یوه ښار ملیانې ته راورسېدم ،دلته ما دواړه استازي وموندل ، تودوښه بېخې ډېره زیاته وه ، ځکه دغو دواړو د تودوښې تاب را نه وړ  او ناروغه شول ، چې له وجې یې موږ لس ورځې دلته نور پاته شولوو ، له دې وروسته مو بیا د سفر کالي و تړل ، خو په عینې مهال پر قاضي ابو بکر بیا ناروغۍ برید وکړ، له ملیانې څخه د یو څو میلو پر واټڼ یو ګودر و ، له بده مرغه دلته ۴ څلور ورځې پس قاضي ابو بکر د چاشت پر وخت / سهار مهال ساه ورکړه ،ددغه ناساپي مړینې پایله دا شوه چې د قاضي صاحب زوی ابو لطیب او دده د سفر ملګری ابو عبدالله زیدي مړی واخیست او بیرته ملیانې ته ولاړل ، هلته یې ښخ کړ.
الجزایر
زما د سفر د شوق تنده په ملیانه کې ماته نشوله ، ځکه مې دا خلک هلته پرېښودل ، د تیونس د سوداګرو یوکاروان الجزایر ته تلی / تللو ، زه له دې سره شولم ، د یون / سفر په ملګرو کې مې الحاج مسعود بن المنظر ، الحاج الغدولي او محمد بن حجر د یادونې وړ دي ، اخیر موږ  و الجزایر ته ورسېدلو او تر څو ورځو پوري موږ د ښار دباندي (۲)ایسار پاته شولوو ، له دې وروسته شېخ عبدالله زبیدي او د خدابخښلي قاضي صاحب زوی راغلل او موږ له دوی سره ملګري شولوو ، الجزایر مو په ښه توګه وکتلی / ولیدلی ، موږ پر مخ / وړاندي ولاړوو او د زان د غره د تنګي / درې مخه مو وکړه،
د بجایا ښار ، د موحدیدانو د حکومت یوغاصب او ظالم والي
له دې ځایه موږ د بجایې و ښارته ورسېدلو ، شېخ عبدالله د ښار د قاضي ابو عبدالله ذوادي مېلمه شو او د قاضي صاحب مسکین/ مرحوم زوی ابولطیب د ابو عبدالله المفسر کره دېره شو،په دغه زمانه کې د بجایې واکمني د ابو عبدالله محمد بن سیدالناس په لاس کې وه، زموږ د سفر / یون په ملګرو کې یانې د تیونس د سوداګرو د کاروان یو غړی محمد بن حجر هم وچې له ملیانې څخه له موږ سره راروان و دلته چې راغلو ، دی هم په حق ورسېد، ده ۳۰۰۰ درې زره اشرفۍ تر شا پر ېښودې او وصیت یې وکړ چې دا پیسې دې د الجزایر و یوه کس محمد بن حدیده ته ورکړل شي او هغه دې یې دده تر وارثانو پوري و رسوي ، خو دغه وصیت پر ځای نشو ، ځکه چې د بجایې امیر د سیدالناس زوی دا پیسې له ابن حدیده څخه په زور واخیستې ،د مو حدانو (۳) د اعمالو او ولایت دا وړومبی ظلم و چې ما په خپلو سترګو ولید ، څنګه چې ما اوس یادونه وکړه چې کله زه بجایې ته ارغلم نو دلته تبې ونیولم،ابو عبدالله زیدي دوستانه ټینګار وکړ چې تر رغېدو پورې هم دلته و اوسم ، خو ما دده خبره ونه منله ، ما وویل : که مې مرګ لیکل شوی وي نو د رسول د مالت په لاره کې د ې ولي را نشي ! نوموړي چې دا واورېدل نویې وویل :که دې د سفر نیت دومره پوخ / ټینګ دی نو داسي وکړه ، چې سوارلۍ ( اوښ ، خر یا بل حیوان به وي ) دې خرڅه کړه ،چې کوم دروند سامان(توکي) درسره دی دا هم خرڅ کړه،زه به عاریتاً ستا دپاره د خېمې او سوارلۍ تابیا وکړم ،په دا توګه به موږ له درانه باره سپک شوو او په ډاډه زړه به یون / سفر ته دوام ورکړو،ځکه چې لار له خطره ډکه ده ، عرب ډاکوګانو ته چې چرته موقعه په لاس ورځي له لوټ مار څخه ډډه نه کوي ، نو د پوهې غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره له لږ څخه په لږ وخت کې لوی لوی واټڼو پرې کړو ، ما د نومړي  دا سلا ومنله ، هغه چې څه ویلي ول هغه ترا / هغه رنګه یې وهم کړل ، او له ژمنې سره سم یې زما د اړتیا توکي  عاریتاً راکړل ، خدای دې خیر ورکړي
د قسطنطنیې ښار ، عادل والي زما سختې را اسانې کړې
لنډه داچې د خپل پروګرام له مخې مې د سفر جامې وتړلې او پر څښتن مې باور وکړ ، پورته شوم روان شوم او د خدای د رحمت تر سیوري لاندې مې د حجاز لار ونیوله .
په تلو تلو کې موږ د قسطنطنیې و ښار ته ورسېدلو ، استوګنه مو د ښار دباندې وکړه ،د شپې په شړک باران و ورېده ، دومره زورور و چې په خېموکې شپه تېرول ګرانه وه،اخیر په نیمه شپه کې مو خیمې پرېښودې او ځینو کورو ته مو پناه یوړه ، سهار د ښار د و واکمن ته حاضر شو ، دا یو ډېر پوهه او نېک کس دی نوم یې ابو الحسن دی ، دده سترګي چې زما پر کالیو ونښتې نو د باران ټکي / داغونه یې پر ولیدل ،هغه سم دستي د دې تابیا وکړه او زما کالي يې را پرېمینځل

(۱)طنجه:د غربي اقصا یو ښار ، چې د اندلس د حکومت تر واک لاندي و
(۲) په لرغونو وختو کې به یوه ابادي د ښار دننه اوسېدله او بله ابادي به د تنګوالي او نورو لاملونو له کبله د ښار د دېوالو دباندي اوسېدله ، دلته به هم ښه ګڼه ګوڼه وله
(۳)دافریقې یوه واکمنه کورنۍ

Monday, July 1, 2019

د نامتو سیلاني / سیاح ابن بتوته ( بطوطه) یون لیک / سفرنامه اوس په پښتو کې تاسو لوستلی شئ


ما له ډېره وخته غوښتل چې د نورو ژبو هغه ګټور ادبي او تاریخي اثار و پښتو ته را وژباړم چې یا یې له سره په پښتو ژبه کې ژباړه نه ده شوې او که شوې وي هم نو هغه بېخې نیمګړې ده ، خو زما دا نیت و چې زه به نسبتاً لنډ ،لنډ اثار ژباړم ، خو یوه لوی استاد او تاریخ پوه  پر ابن بتوته لیکنه کړې وه او دا هيله یې څرګنده کړې وه چې که څوک دا ګټور یون لیک / سفرنامه وپښتو ته واړوي نو ښه به وي ، نو ما ورته خپل ټټر وټپاوه ،خو په دې کې یو څه ځنډ په راغلی .
       دابن ابن بتوته دغه یون لیک د نړۍ په ټولو پر مختللو ژبو کې ژباړل شوی دی او په پښتو کې دا کاکا جي صنوبر حسین مومند ژباړلی دی چې پښتو اکادمۍ کوټې چاپ کړی دی، لاکن هغه یو خو بېخي لنډ کتاب دی ښايي چې کاکاجې دومره وخت نه وي موندلی چې ټول کتاب وژباړي او یا هم کېدای شي چې هغه یواځي هغه خبرې ژباړلې وي چې کاکاجې خوښې کړې وي او دویمه خبره په دغه ژباړه کې داده چې داسي ښکاري لکه کاکاجي چې د ابن بطوطه پر یون لیک خپله تبصره کړې وي او د هغه د سفر په اړه یې خپل تاثرات بیان کړي وي  ، خو دابن بتوته دغه کتاب چې زه یې له اردو ژباړې و پښتو ته اړول غواړم ، په اردو کې ژبه کې هم له ډېرو ژباړو وروسته په روانه ژبه ژباړل شوی دی او معیاري ژباړه ده ، زه به هم تر خپله وسه هڅه وکړم چې و پښتو ته یې داسي وژباړم چې لوستونکي دا احساس نه کړي چې ګواکي ژباړه لولي او بله خبره داده چې زه تر خپله وسه ژباړه ټکي په ټکي کول غواړم تر لوستونکي هغه څه ولولي چې په اصل کې دي ، خو بیرته هم نیمګرتیاوې به خامخا ډېرې پکې راځي ، د دې دپاره ستاسو د ټولو لخوا د لارښونې به منندویه یم .
 له لیاري تاسو په walidummar.blogspot.com دایون لیکبه که خدای کول د دغه بلاګ
په قسطواره توګه لوستلی شئ ، وروسته که ما له خدای د بشپړ کتاب د ژباړلو توفیق را په برخه کړ نو بیا به يې که خدای کول په کتابي بڼه هم چاپ کړو ، په درنښت  
د اردو ژباړې له سرېزې څخه اقتباس
د ابن بتوته/ ابن بطوطه سفرنامه د یوه زرین پېر کارنامه ده


ابن بتوته چې کوم وخت خپل یون پیل کړ نو هغه وخت نه اورګاډي ول ، نه موټر او نه اولوتکې ولې ، کوم وخت چې د سمندر سفر له خپله ځانه تېر ېدل و ، هغه وخت د بر بر ( افریقې ) یو  ځوان د سفر جامې وتړلې او پورته شو ،او بشپړ تر ۲۵ کلو پورې د سمندر له څپو سره جنګېدی ، له وېرونکو ریګیستانو څخه تېرېدی ، له شوره ډک دریابونه / سیندونه یې لټول ،د جګو غرو و اسماني څو کو ته ختلی ، بیابانونه او واوریستانونه یې پرې کول او د خپلې سېل ګرۍ تنده یې ماتوله ، هغه د جحاز خاوره په خپلو سترګو مچوله / ښکوله ، هغه د یمن ستونزمنې لیارې پی کولې ، مصر ، بغداد ، سېریا /شام ،عراق ، ایران ، ترکستان ، مارا ولنهر ، افغانستان، اذر بایجان ، دعیسویانو مرکز قسطنطنیې او ترکیې ته ولاړی ،په دغو ټولو ځایو نو کې یې له سلطانانو ، والیانو ، علماوو،پیرانو ، وزیرانو سره ولیدل او تر هندوستانه راورسېد ، هغه د سیند(ایالت) یو، یو ښار ولیدلی او ددې ځای له خلکو سره یې لیده کاته وکړل ، ددغه ځای د مدرسو او مکتبو جاج یې واخیست ، هغه د پنجاب سېل وکړ ، هغه ډیلي ته ورسېد او د تاج او تاریخ باجبره کس محمد تغلق دی لاس په لاس واخیست او د قضاء پر منصب یې مامور کړ،په دې ډول و ده ته د ټول هند د سېل یوه ښه موقعه په لاس ورغله ـ بیا د سلطان د استازي په توګه چین ته ولاړ، دهغه ځای د مسلمانانو د ژوند او ژواک ،واک و اختیار او واکمنۍ له حالاتو یې ځان خبر کړ،د چین له خاقان سره یې ولیدل ،د چین د کلتور ، دود اودستور او مدنیت ژوره مطالعه/ کتنه یې وکړه او له هغه ځایه بیرته هندوستان ته را ستون شو و مدراس له راورسېدلی ، بمبۍ له ولاړی ، د کرناټک ،کالي کټ ، مالابار ، کمبایت، او د نورو ځایو سېل یې وکړ، بیا لنکې له ولاړ هلته یې د بودا ګانو اثار ولیدل ،بیا سر اندیپ له را ورسېد دلته دپر سر سترګو کښېنول شو ،بربر ( افریقې ) یانې غرب اقصی له راستون شو ،چې له وطنه وتلی و نو د ۲۵ کلو ځوان و چې راستو ن شو نو ۵۰ کالو بوډا و......
د ابن بتوته دغه اوږد ، پېڅ/ صبر غوښتونکی او له کړاوو ډک سفر / یون سېل نه و ، علمي و ،هغه چې په کوم ژور نظر هر څه لیدلي ، په کومه پوهه چې یې د سفر مشاهدات مرتب کړل ، په کومه ځانګړنه چې یې اکابرو حال حوال او پر ژوند رڼا اچولې هغه یواځې دده حق دی ، و ابن بتوته ته چې په تاریخ لیکونکو کې کوم ځانګړی ځای / مقام تر لاسه دی هغه ددغه یون / سفر له وجې تر لاسه دی ، ددغه یون لیک په لیکلو هغه د تاریخ یولوی پېر/عظیم دور ژوندی ستاتلی دی ، دغه یون لینک د ابن بطوطه ژوند لیک هم دی ،هغه خپل روداد څه دارنګه لیکلی دی ، چې روداد کوم ځای پکې ګډ شوی دی و نو هغه یواځي د یوه تماشايي په حیث خپل تاثرات نه دي لیکلي بلکې د تماشې یو جر یې له ځانه جوړ کړی دی او یو داسي تاریخي ستاوېز یې تیار کړی دی چې قدر او قیمت یې او ارزښت یې په خپل ځان کې یوه لویه بېلګه ده

Saturday, April 6, 2019


ناشوده تابوت
نکل کونکی وايي چې زموږ په ناحیه کې ابو الحسن نومي یو سپین ږیری په حق ورسېدی ، د ډېر عمر و ، خدای دې و بخښي – خیر د څنګ په جومات کې د نوموړي د جنازې لمونځ وسو ، له ښخولو وروسته تابوت بیر ته راوړل سو – دشپې مهال و د جومات د بندېدو له وجې تابوت د جومات و مخ ته کښېښودل سو چې سبا یې خادم پورته کړي او دننه یې پر خپل ځای کښېږدي .
دشپې څه د درېنیمو بجو وخت به و ي چې یو کس جومات ته راغلی ، د جومات ور تړلی و هغه کس یو څه وخت انتظار وکړ د ژمي شپې ورځې وې سړی یخ ونیوی ، هغه تابوت پرانیست او دننه پکې ویده سو نیم ساعت وروسته خادم راغلی – خادم د یوه مقتدي په مرسته تابوت د محراب له څنګه پر جوړ سوي خپل ځانګړي ځای کښېښود ، د خوب د اثر له وجې دوی د تابوت د دروندوالي اندازه هم ونه لګوله ، بانګي بانګ وکړ خلک د لمانځه دپاره را ورسېدل ، جمع ودرېدله ، و پینځوسو ۵۰ نزدې لمونځ کوونکي په جمع کې ولاړ ول .
زه په وړومبي صف کې ولاړ وم و دویم رکات و چې مخامخ پر تابوت زما سترګې و موښتې ، عجیبه ویرونکی منظر مې ولید ، تابوت ښوري ، زما په بدن کې یوه رېږدونکې څپه پورته سوه ما سترګې پټې کړې – تابوت پر له پسې ښورېدی ، فکر مې وکړ د مړي اروا را پورته کېږي ، په دې حال کې هغه کس را پورته سو او له تابوته یې سر را پورته ویې ویل " تاسو لمونځ وکړ
خدای مې دې وبخښي ، دا اورېدل و چې  خلکو منډې کړې ، ما هم د زرو ۱۰۰۰ په سپيد  د کور پر خوا مڼده کړه کور ته چې ورسېدم نو جوته سوه چې په لڅو پشو تر کوره رارسېدلی یم، ملا صاحب خو له وړاندې بې هوشه پر مځکه پروت و ،څه خلک د تیارې له امله  په منډه منډه کې له دېو الو سره د لګې دو له وجې غورځېدلي ول ،څه زما په رنکه په لڅو پښو په منډه ول ، څه د اودسو په ځای کې شکېدلي / ښوېدلي ول ، ټولو په پټو سترګو بې دړکه منډې وهلې
 ک وم کس چې په تابوت کې و هغه هم د شا له خوا منډې وهلې ، هغه سر هم 
نه خلاصېدی چې سوي ...! څه دي ؟
یا دونه : اصلي لیکنه په عربي ژبه کې ده او پښتو له ما ژباړلې ده


له جو مات څخه د فلم ډاچي اعلان

  د انټرنېټ په نړۍ کې ډېرې داسي لیکنې د سړي تر سترګوکېږي چې هغه له هره پلوه د پام وړ وي په دغو لیکنو کې داسي لیکنې هم وي چې غلا شوې وي او ه...